کابل /دمرغومي ٢٣مه /باختر :
پوځيان په غور کې هغه واټ ترميموي چې وسله والو طالبانو هغه دماين په اېښودلو سره ويجاړ کړي دى .
دغه واټ دشهرک ولسوالۍ د کمنج درې په ساحه کې په غره کې موقعيت لري او په غور کې يوه ګڼ مېشته لاره ګڼل کېږي .
دهېواد په لويديځ کې دظفر قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته وويل چې ددغه وآټ دترميمولو کار پوځيانو پيل کړې دي .
هغه وويل چې وسله والو طالبانو دماين په ښخولو سره ددغه واټ زياتره برخې ويجاړې کړي دي .
دشهرک ولسوالۍ او دهغه دشاوخوا سيمواوسيدونکوددغه واټ د ترميمولو لپاره دپوځيانو ددغه اقدام هرکلي وکړ .
هغوى وايي چې ددغه واټ دخرابوالي په دليل دخوراکي توکو اودرملو دپيرودنې او هم دناروغانو اودبزګرانودمحصولاتو دلېږدونې لپاره له ستونزو سره مخامخ دي .
ختم_ ف _ اکرم