باميان باختردغبرګولي دمياشتې٣٠نيټه : دباميان ولايت پوليسو يو شمير قيمتي ډبرې ، مهمات اونشه يي توکي کشف او ضبط کړل. دباميان ولايت امنيه قوماندان سمونوال حميدالله خدائى د باختر آژانس خبريال ته وويل ؛ چې دباميانو ولايت پوليسود يولړ عملياتو په ترڅ کې يوه بوشکه چاوديدونکي توکي ،يوه وسله ، يوسلو شل ګرامه هيروئين ، اوولس ګرامه شيشه يي نشه يي توکي او يوسلو اتيا ګرامه ترياک د دغه ولايت دفولادي درې له يوه ويجاړ کلي څخه کشف او ضبط کړل .
ده زياته کړه تراوسه پورې هيڅوک يا کومه ډله ددغې پيښې په اړوند نه ده نيول شوې .
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ