ټولنه

د بدخشان په ولایت کې د ځمکې د ښویدنې د پیښې له امله سبا په ټول هېوادکې ملي ماتم دی

کابل_باختر د ثور د مياشتې١٣ مه:
د بدخشان په ولایت کې د ځمکې د ښویدنې د پیښې له امله چې یوه طبیعي فاجعه ده او زموږ د زیات شمېر هېوادوالو د مرګ ژوبلې سبب شوې ده، سبا به په ټول هېواد کې د یوې ورځې لپاره ملي ماتم وي.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړورند د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفترله لارې باختر آژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
د ملي ماتم په ورځ به د هېواد په دننه او په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان په سیاسي نماینده ګیو کې د افغانستان ملي بیرغ نیم ځوړند وي.
د هېواد جمهوررئیس په دغه طبیعي پیښه کې زموږ د ګڼ شمېر هېوادوالو پر وژل کېدو په ژوره توګه خواشینی شوی دی او د پېښې د رامنځته کېدو راهیسې په دوامدار ډول له دولتي لوړ پوړو چارواکو سره چې په سیمه کې حاضر دي په مستقیم ډول په تماس کې دی او دغه پیښه له نیږدې څاري.
د دغې پیښې له قربانیانو سره د مرستې رسولو لپاره د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي په مشرۍ یو جګ پوړی دولتی پلاوی د بدخشان ولایت ته رسېدلی دی او خپل کار یې په عملي ډول پیل کړی دی. ټاکل شوې ده چې نوموړی پلاوی به ډیر ژر د پیښې په اړه جمهوررئیس ته خپل رسمي رپوټ وړاندې کړي.
د دغه رسمۍ رپوټ په را رسېدو سره به د تلفاتو او رسېدلو زیانونو په اړه روښانه تصویر هېوادوالو ته وړاندې شي چې د هغه له مخې به نور اقدامات د دولت لخوا ترسره شي. په دې اساس د ځاني تلفاتو په اړه چې کوم ارقام په رسنیو کې تر دې مهاله خپاره شوي دي د تائید وړ نه دي.
د هېواد له مسلمانو خلکو، ملي سوداګرو، خیریه او مرسته کوونکو موسسو څخه غوښتنه کیږي چې له خپلو غم ځپلو هېوادوالو سره مرسته وکړي.
موږ په دغه ستره غمیزه خپله ژوره خواشيني څرګنده وو، شهیدانو ته د جنت او پاتې کسانو ته یي د لوی خدای (ج) له دربار څخه د جمیل صبرهیله کوو.
د يوبل خبرله مخې: د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين د دغې زړه بوږنوونکې او دردونکې پيښې په مناسبت له ټولو صوتي او تصويري رسنيو څخه وغوښتل چې دملي ماتم د ورځې غوښتنې دې په خپلو خپرونوکې رعايت کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته