کابل باختر د غبرګولي اتمه :
د راى ورکولو د نوم ليکنې دمرکز يو کارکوونکى او يو پوځي دهرات ولايت د چشت شريف په ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو په بريد کې شهيدان شول .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد باخترآژانس ته وويل: دغه کسان تېره شپه دوسله والو طالبانو له خوا د دوى له کورونو څخه ايستل شوي او په ډزو سره شهيدان شوي دي .
پوليسو ددغې پيښې دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره جدي او پراخ تحقيقات پيل کړي دي .
ختم_ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ