کابل باختر د لړم د مياشتې ٢٠ نيټه :
د هېواد د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني پرون د تاجکستان جمهوريت د بهرنيو چارو له وزير سراج الدين اصل اوف سره په ازبکستان کې د شانګهاى د غونډې ترڅنګ وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د کتنې په پيل کې د هېواد د بهرنيو چارو وزير د شانګهاى په سازمان کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د غړيتوب له غوښتنې څخه د تاجکستان جمهوريت د ملاتړ له امله مننه وکړه.
وروسته د تاجکستان جمهوريت د بهرنيو چارو وزير د شانګهاى همکاريو په سازمان کې د افغانستان له ټولو غوښتنوڅخه دخپل هېواد په ملاتړ ټينګار وکړ .
وروسته دواړو لورو د افغانستان او د منځنې آسيا د اقتصادي ودې لپاره د همکاريو د پياوړتيا په باب خبرې وکړې.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل