فرهنګ

دجمهور رييس فرهنګي سلاکار داستادعبدالرشيد داحوالو پوښتنه وکړه .

کابل باختر مرغومي  اوولسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس   فرهنګي سلاکار اسد الله غضنفر  او دملي امنيت شورا ددفتر دفرهنګي رياست سرپرست نجيب الله منلي  په وزير محمد اکبر خان روغتون کې داستاد عبدالرشيد داحوالو پوښتنه وکړه .
دباختراژانس دخبر له مخې  په ماشينى  مشهور استاد عبدالرشيد لوګري دهېواد دسيمه ئيز موسيقي ستوري دهغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې ده دوزير محمداکبر خان په روغتون کې بستر  دى .
دجمهور رييس محمد اشرف غني فرهنګي سلاکار داستاد عبدالرشيد دپوښتنې په ترڅ کې دجمهوري رياست  نغدي مرسته يې هم ده ته ورکړه .
غضنفر  داستادعبدالرشيد دپوښتنې په وخت کې  دافغانستان فرهنګ او هنر ته دده خدمتونه وستايل .
په مقابل کې استاد عبدالرشيد  هنرمندانو ته دجمهوري رياست دعالي  مقام دپاملرنې له امله مننه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته