کابل/ باختر دزمري دمياشتې ٢٢ مه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي چارو معين فاضل سانچارکي نن په يوه غونډه کې د کابل د دارالترجمو د يوشمېر مسوولينو ستونزې او غوښتنې واوريدې.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې :
په دې غونډه کې په داسې حال کې چې د باختر آژانس رئيس خليل مينوي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو رئيسې نجيبې مرام هم حاضره وه، د کابل د دارالترجمو يوشمېر مسوولينو خپلې يو لړ ستونزې بيان کړې او ويې ويل چې د دارالترجمې يو شرکت چې تر اوسه پورې يې د فعاليت جواز هم نه دى ترلاسه کړى، د ژباړنې ټول کارونه يې انحصار کړي دي.
دوى څرګنده کړه چې د دغه شرکت کار د نورو دارالترجمو د کار د رکود سبب شوى دى.
دغه راز دوى د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له نشراتي معين څخه وغوښتل چې د دارالترجمو د مالياتو د کمښت په برخه کې له دوى سره همکاري وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي چارو معين د دوى د غوښتنو او ستونزو له اوريد وروسته هغوى ته وويل چې د دوى ستونزې او غوښتنې به له اړوندو مراجعو سره طرحه او تعقيب شي.
0 1 دقیقه لوستل