ښوونه او روزنه

په بلخ کې پنځه سوه پنځوسو تنو ځوانانو ته دزده کړې زمينه برابريږي

٢٨-کابل باختر  د مرغومي يوولسمه

 داطلاعاتو او فرهنګ دوزير ډاکتر سيد مخدوم رهين په شتون دځوانانو دچارو معين دآريايان  دنيمه لوړو زه کړو دموسسې له رييس  سره نن دهمکاري تفاهم ليک لاسليک کړ .

 دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخې، ددغه تفاهم ليک له مخې په بلخ ولايت کې په دې تحصيلي موسسه کې پنځه سوه پنځوسو  تنو ځوانانو ته دزده کړې زمينه برابريږي

   په هغو مراسمو کې چې له همدې امله پرځاى شوي و ، داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين خبرې وکړې او وي ويل په هيواد کې دلوړو زده کړو دموسسو دهمکاريو په لړ کې نن دآريايان  دنيمه لوړو زده کړو موسسه چې  په بلخ ولايت کې  فعاليت کوي  حاضره شوې ده  د لوړو  زده کړو لپاره داسانتياو دبرابرولو په برخه  کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت له لارې  زموږ له ځوانانو سره  همکاري وکړي .

 ډاکتر رهين  زياته کړه: دغه تحصيلي مرکز حاضر شوى دى چې دانجنيري ، اداري ، اقتصاد ، سوداګرۍ اومحاسبي  په څانګو کې  پنځه سوه تنه ځوانان په سلوکې  پنځوسو په تخفيف  او برسيره پر دې پنځوس تنه بي وزلي  ځوانان په وړيا ډول  وروزي .

  ديادونې وړ ده چې  تيرکال داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت څلور ويشت زره تنه  ځوانان دلوړو او نيمه لوړو زده کړو  خصوصي موسسو ته معرفي کړي دي .

  دغه راز  دغه وزارت په روان کال کې  په دې بريالي شوى  دى چې دوه ويشت زره تنه ځوانان په مرکز او ولايتونوکې دلوړو زده کړو  خصوصي موسسو ته  معرفي کړي .

  دغه تفاهم ليک  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعين تيمورشاه اسحق زي او دآريايان دلوړو زده کړو دموسسې رييس پوهندوي غلام فاروق  خپلواک  لاس ليک کړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته