کابل – باختر د کب دمياشتې ٩
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو يو ځانمرګى بريد ګر په کابل ښارکې ونيوه.
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :دنجيب الله په مستعار يو څوارلس کلن تنکى ځان نبى الله د پوځي تعليماتو له زده کړې وروسته دځانمرګي بريد دترسره کولو لپاره چمتو شوى و چې هدف ته له رسيدو مخکې وپيژندل شو او دملي امنيت دلوى رياست دمنسوبينو له خوا ونيول شو دغه ځانمرګى بريدګر د ترورستي او ځانمرګو بريدونو له زده کړې وروسته دکونړ ولايت له لارې کابل ښارته راغلى و.
0 د یوې دقیقې څخه لږ