امنیت

د نشه يي توکو د پرچون پلورنې په تور د دوو تنو نيول کېدل

کابل باختر د ليندى څلورمه :
د هرات پوليسو دوه تنه د نشه يي توکو د پرچون پلورنې په تور ونيول .
د هرات د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د پوليسو د مديريت موظفينو د نشه يي توکو دوه تنه پرچون پلورونکي د هرات ولايت د انجيل ولسوالۍ او د يوولسمې ناحيې په مربوطاتوکې په دوو جلا جلا عملياتو کې ونيول.
د هرات ولايت يوې امنيتي سرچينې باختر آژانس ته وويل چې له نيول شويو کسانو څخه ۱۰۳ پورۍ کاغذي هيروئين او ٢٩ پورۍ پلاستيکي کيمياوي نشه يي توکي «امفتامين» هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته