کابل باختر دليندى څليرويشتمه :
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو دلوګر ولايت په ازرې ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو دتروريستي ډلې دوسلو اومهماتو يوه ستره ډيپو کشف کړه .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبر ورکړ. دملي امنيت دلوى رياست موظفينو په دې ډيپو کې له سلګونوګوليو سره يې يو زيکو يو ، يوه ګرينوف ، له شپاړلسو پټاقيو سره، دارپې جي -٧ توغندي پنځلس ماينونه شپږ منځي واټن ويشتوونکي توغندي ، شپږ لاسي بمونه دسکر توغندى ديرش سرګلولې ، دهاوان يوسلو څلور سرګلولې ، يوه اندازه باروت او چاوديدونکي توکي او د ډول ډول سپکو او درندو وسلو په سلګونو ګولۍ ترلاسه کړې .
2 د یوې دقیقې څخه لږ