سیاست

د امنيت شورا: د سرحدي ځواکونو سرتيري لوړ مورال لري او د هيواد د مقدس حريم دفاع ته چمتو دي

کابلباخترد ثور دوه ويشتمه
دملي امنيت د شورا غونډه نن د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس حامدکرزي په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې غونډه کې د هيواد د امنيتي حالاتو او د افغانستان دسرحدي ځواکونو د موجود حالت او اړتياوو په باب خبرې وشوې او لا زم تصميمونه ونيول شول.
په پيل کې دملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين داد فر سپنتا د ننګرهار ولايت په ګوشتې ولسوالۍ کې د ډيورنډ د کرښې په اوږدوکې د سرحدي پوستو دخپلې کتنې په باب غونډې ته رپوټ وړاندې کړ.
ده وويل چې په سرحدي پوستوکې دميشتو سرحدي ځواکونو سرتيري او افسران لوړ او عالي مورال لري او هره شيبه د افغانستان د مقدس حريم دفاع ته چمتو دي او د هغوى اعاشه او اباته په ښه کيفيت سره په ټاکلى وخت کې اکماليږي او له دغو پوستو څخه په دوا مداره توګه سا تنه کيږي.
ډاکتر سپنتا د افغانستان دسرحدي پوستو اړتيا وې بيان کړې او زياته يې کړه چې د افغانستان سرحدي ځواکونه دهيواد دحريم ددفاع لپاره زياتو وسلو او تجهيزاتو ته اړتيا لري .
دغه راز دملي امنيت سلاکار د ننګر هار ولايت د ګوشتې ولسوالۍ د مهمندو د قومونوله مشرانو او د کونړ ولايت د سرکاڼو ولسوالۍ له مشرانو سره د خپلو وروستيوکتنو په باب چې په جلا جلا توګه په دغو ولايتو نوکې ترسره شوي دي؛ غونډې ته معلومات وړاندې کړل.
د ملي امنيت شورا ددغه رپوټ له اوريدو وروسته، دملي دفاع او دکورنيو چارو وزارتونو ته دنده وسپارله چې د افغانستان دسرحدي ځواکونو د اړتيا وو لرې کولوته زياته پاملرنه وکړي او د هيواد د پولو د ټينګښت په برخه کې لا زم اقدامات ترلاس لاندې و نيسي.
وروسته د شپې له خوا د استوګنې د کورونو د لټولو په باب د کونړ ولايت د سرکاڼو ولسوالۍ دقومونو د مشرانو شکايتونه غونډې ته طرحه شول.
دملي امنيت شورا د ملي دفاع او دکورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت لوى رياست ته دنده وسپارله چې د تروريستي تثبيت شويو هدفونو پرته دې د محکمې له حکم پرته د شپې له خوا د استوګنې د کورونو له پلټنې څخه دې په کلکه ډډه وکړي.
د غونډې په پاى کې د کورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو ستر معين ستر پاسوال عبدالرحمن رحمان د ايران او افغانستان ترمنځ په پوله د فراه په ولايت کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت دلسو تنو اتباعو دشهادت او ټپي  کيدو په باب چې د ايران د سرحدي ځواکونو د ډزو له امله شهيدان او يا ټپيان شوي دي؛ غونډې ته معلومات وړاندې کړل.
دملي امنيت شورا له خبرو وروسته، د بهرنيو چارو وزارت  ته دنده وسپارله  چې په افغانستان کې د ايران د اسلامي جمهوريت سفير د بهرنيو چارو وزارت ته احضار  کړي او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د نارضايتي مراتب ده ته څرگند کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته