امنیت

له خلکو سره د پوليسو د اړيکـــو د ټينګښت په مقصد د غيــــږې نيونې سيالۍ پيل شوې

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ١٩  :
په  هرات کې نن  د غيږې نيونې  سيالۍ پيل شوې .
د هرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا باخترآژانس ته وويل :
د دغو يو ورځنيو سياليو هدف له  خلکو سره د پوليسو د اړيکو ټينګښت دى.
يوه اړونده خبرځاى وويل  په دغو سياليو کې دپوليسو او دځوانانو دڅلورو کلپونو ورزشکاران ګډون لري چې په اوو وزنونو کې سيالي کوي.
دغه سيالۍ  د شهيدميرويس صادق  په جمنازيوم کې پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته