نړۍ

په سيمه کې سوله د پاکستان د همکارۍ غوښتنه کوي

کابل / باختر د چنګاښ ديارلسمه :
د امريکا د متحده ايالاتو سناتور جان مکين ويلي دي چې د پاکستان له همکارۍ پرته به په افغانستان او سيمه کې سوله تامين نه شي .
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د امريکا دغه سابقه دار سناتور دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د امريکا دولت غواړي د افغانستان په وړاندې د دغه هېواد ستراتيژي بشپړه کړي.
دغه څرګندونې ښيي چې پاکستان د څو اړخيز سياست په تعقيبولو سره په افغانستان او سيمه کې سوله يرغمله کړې ده .
د کارپوهانوپه باور: که چيرې د دغه هېواد واکمنان د ډار اچونې په وړاندې خپلو پلانونو ته  پاملرنه ونه کړي او دغه راز  د ډار اچوونکوملاتړ ته دوام ورکړي، ښايي خپل  زيات پلويان له لاسه ورکړي. ځکه اوس ټول په دې پوه شوي دي چې پاکستان د ډار اچوونکو د روزنې په مرکز بدل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته