کابل باختر د وږي ديارلسمه :
اووه تنه تروريستان په نورستان ولايت کې له پوځيانوسره دنښتې په بهير کې ووژل شول .
دغه جګړه تيره شپه دډيورنډ کرښې ته څيرمه کامديش ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې سرحدي ساتوونکو په يوې ډلې تروريستانو ډزې وکړې .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې دپوځيانو په دغوډزو کې اووه تنه تروريستان ووژل شول .
ده وويل په تروريستانو ټيک کله چې د ډيورنډ له کرښې اخوا څخه نورستان ته راواوښتل دپوځيانو له خوا ډزې وشوې . ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ