کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٨نيټه :
د دولت وسله والو مخالفان په سرپل کې له امنيتي اودفاعي ځواکونو سره دجګړې توان نلري .
د سرپل امنيه قوماندان پاسوال عبدالقيوم باقي زوى باختر آژانس ته وويل په دغه ولايت کې امنيتي حالت اوس ښه شوى دى او د دولت وسله والو مخالفانو له امنيتي اودفاعي ځواکونو سره د مقابلې توان له لاسه ورکړى دى .
ده وويل ؛ وسله وال مخالفان اوس سړې جګړې ته داخل شوي دي او څه ناڅه دوه ا وونۍ کيږي چې هغوى ونه شو کړاى هيڅ تحرک په دغه و لايت کې ترسره کړي.
باقي زوى په دغه ولايت کې د دولت دوسله والو مخالفانو د کمزورۍ دليل دامنيتي ځواکونو ترمنځ ښه رهبري او هماهنګي او دديني عالمانو ، متنفذينو او قومي مشرانو همکاري له سيمه ييز حکومت او امنيتي ځواکونوسره بيان کړه .
پا ى ذکرالله