امنیت

په کابل کې چاودنه وشوه .

کابل باختر د ثور درې ويشتمه :
  دکابل ښار ددارالامان په ساحه کې  نن سهار چاودنه وشوه .
عيني شاهدانو باختراژانس ته وويل چې دغه چاودنه دلوى ځارنوالۍ  ودانۍ ته څيرمه شوې ده .
دعيني شاهدانو دڅرګندونو له مخې، دغه چاودنه دمقناطيسي ماين  زيږنده وه چې دکابل ښار دپوليسو دشپږمې  حوزې  دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې دکارکوونکو په موټر کې  وشوه خو دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو دڅيړنو رييس جنرال فريد افضلي باختراژانس ته وويل دغه پيښه ددغه  موټر دګازو د ډبې  دچاودنې زيږنده وه  چې سپرليو ته زيان  نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته