امنیت

په ننګرهار کې په نويو نښتو کې د ٣١ تنو داعشيانو وژل کيدل .

کابل باختر د ثور لسمه :
په ننګرهار ولايت کې په نويو نښتو کې دداعش دډلې  ٣١ تنه ووژل شول او پنځه تنه نور يې ټپيان شول .
په دغو داعشيانو نن سهار او تيره شپه په کوټ ، دربابا او اچين په ولسواليو کې بريدونه وشول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختر اژانس ته وويل چې په دغو نښتو کې دداعش دډلې ددريو تنو قوماندانانو په ګډون ٣١ تنه داعشيان ووژل شول اوپنځه تنه نور يې ټپيان شول .
ده وويل چې دغه داعشيان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې بريدونه پرې وشول .
په يوبل  خبر کې ويل شوي دي چې په ننګرهارولايت کې دداعش دډلې  دجنګي وسايلو  څلور ډيپوګاڼې  کشف شوې .
دغه ډيپوګانې ددربابا،  اچين او کوت په ولسواليو  کې دداعشيانو تر کنترول لاندې ساحو کې موقعيت درلود .
په ننګرهار ولايت کې يو پوځي خبرځاى وايي چې له دغو ډيپو ګانو څخه يوه اندازه سپک او  درانده جنګي وسايل  او چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته