کابل باختر د وري دريمه :
په تيريوکال کې په دولتي ادارو پوررې اړوند څه دپاسه سل موارده شکايتونه دهرات ولايت داداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په کميسيون کې څيړل شوي دي .
داداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو دکميسيون مسوولين وايي چې په څيړل شويو مواردو کې دملکي خدمتونو دکارکوونکو او دغوښتوونکو محصلانو دشکايتونو او نارضايتونو ، دکارکوونکو دمادي حقوقو او امتيازونو دغير قانوني بدلونونو ، له دندې څخه انفکاک ، په غير قانوني ډول دبستونو اعلان او دازموينې دنه اخستنې څيړنه شامله ده .
داداري اصلاحاتو او دملکي خدمتونو دکميسيون دشکايتونو داوريدو دڅانګې آمر انجنير رحمت الله صديقي دباختراژانس خبريال ته وويل: دلويديځ زون دولايتونو په کچه دشکايتونو دڅيړنې زياتره موارد په هرات ولايت پورې اړه لري . ښاغلي صديقي وايي چې لس مورده شکايتونه دوروستي پريکړې لپاره په کابل کې دشکايتونو داوريدو مشورتي بورد ته ليږل شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل