امنیت

په جوزجان کې د شپيتوتنو وسله والوطالبانو وژل کيدل

 شبرغان باخترلړم دمياشتې ٦ نيټه  :
شپيته تنه  وسله وال طالبان په  جوزجان کې ووژل شول او لس تنه نوريې ټپيان شول.
د جوزجان ولايت  دقوش تيپې ولسوال امين الله باختر آژانس ته وويل ؛ دغه وسله وال طالبان په تيرو ٢٤ ساعتو کې  په دغې ولسوالۍ کې  په خپلمنځي جګړو کې  ووژل شول او ټپيان شول .
امين الله زياته کړه: ددغو جګړو په بهيرکې دوه ښځې  ووژلې شوې او د دوو  ماشومانو او دوو ښځو په ګډون اته تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
د جوزجان  دولايتي شورا يوې غړې حليمي صدف د قوش تيپې ولسوالۍ په   چقمه چقر،  خانقا او ګردن کليو کې  دجګړو له امله انديښنه څرګنده کړه  او  ويې ويل  چې   تراوسه پورې   څه پاسه څلور سوه کورنۍ  له دغوکليو څخه  دخپلو کورونو پريښودو ته  اړې شوې دي .
د جوزجان ولايت  مرستيال عبدالرحمن محمودي  وايي چې  دوى  هلې ځلې کوي تر څو دمرستندويو مرکزونو په همکارۍ  دغو کورنيو  ته  لازمې مرستې برابرې کړي.
د جوزجان  دامنيتي مقاماتو دڅرګندونوله مخې جګړې دبيلابيلو ډلو ترمنځ  له 
څلور ورځې مخکې ددغه ولايت په قوش تيپې  ولسوالۍ کې پيل شوې  او تر اوسه پورې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته