کابل، د غبرګولي ۶ مه، باختر
چې د دغه ولایت په مرکز فیض اباد او یو شمېر ولسوالیو کې د تېرې شپې او نن د سختو اورښتونو او سېلابونو د راوتو له کبله ۱۰۰ کورونه وېجاړ شوي.
د بدخشان د یمګان ولسوال قاري حبیب الرحمن د باختر آژانس خبریال ته ویلي چې د یمګان ولسوالۍ په حضرت سعید، سرسیل، دره کلفزار او یرغسک کلیو کې د تېرې شپې او نن سهار د سختو اورښتونو او سېلابونو له کبله ۱۰۰ کورونه، څه باندې ۱۰۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې او لسګونه څاروي له منځه تللي دي.
په ورته وخت کې د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي محمد اکرم اکبري وویل، چې سېلابونو د یمګان ولسوالۍ په ګډون مرکز فیض اباد، ارګو او خاش ولسوالیو کې هم خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بدخشان د مرکز فیض اباد اړوند په موجک سیمه کې د تېرې شپې اورښتونو او سېلابونو له امله له یوې کورنۍ څخه ۱۰ تنه مړه شوي دي.