سیاستخبرونهTOP

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پلاوي د قطر له امیر او د حماس سیاسي دفتر له مشر سره وکتل

کابل، د غبرګولي ۳مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پلاوي، چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي هم پکې دی پرون د ایران په پلازمېنه تهران کې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او همدارنګه د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ(حماس) د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیة سره وکتل.

د اسلامي امارت پلاوی همدارنګه تر دې وړاندې د ایران له نوي سرپرست ولسمشر دکتور محمد مخبر او بهرنیو چارو وزیر باقر علي کني سره هم کتلي وو او د ایران له حکومت او ولس سره یې هلته د وروستۍ پېښې له کبله یې هغوی ته خپله خواخوږي څرګنده کړې وه.

د یادونې وړ ده، چې د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال په مشرۍ پلاوي د ایران د مخکېني ولسمشر سید ابراهیم رئيسي په جنازه کې د ګډون په موخه هغه هېواد ته سفر کړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته