امنیت

په ازره ولسوالۍ کې د ځانمرګى بريد له امله د شهيدانو شمېر اووه ويشتو ته او د ټپيانو شمېر ديرشو ته ورسيد

کابل باختر د لړم لسمه :
په لوګر ولايت کې  نن د ځانمرګي يرغل  له امله  ١٦ تنه پوځيان او ١١ تنه ملکي وګړي  شهيدان او څه ناڅه ٣٠ تنه نور ټپيان شول.
د لوګر د ولايتي شورا رييس عبدالولي وکيل  د باختر آژانس خبريال ته وويل: په چاوديدونکو توکوبار موټر د ازرې ولسوالۍ دکوزې چوترې په سيمه کې د افغان امنيتي ځواکونو د پوځي اډې په وړاندې وچول شو چې له امله يې ١٦ تنه پوځيان او ١١ تنه ملکي وګړي شهيدان او څه ناڅه ٣٠ تنه نور ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه: چاودنه په يوه ګڼ ميشته سيمه کې وشوه چې جوماتونه او د استوګني کورونه هم د پيښې سيمې ته څېرمه موقعيت لري او د استوګنې يوشمېر کورونه ويجاړ شوي دي.
ده زياته کړه: ښايي د سر د زيان شمېر زيات شي، ځکه تر اوسه پورې خلک له خاورو څخه د مړو په ايستلو بوخت دي.
د ولايتي شورا رييس وويل: پوځي هليکوپټرونه  د ټپيانو د ليږدونې په خاطر له کابل څخه د ازرې ولسوالۍ په لور الوتي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته