سیاست

دبهرنيو چارو وزير په کابل کې دايران له سفير سره وکتل

کابل باختر  دغبرګولي  نولسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني پرون په کابل کې دايران داسلامي جمهوريت له سفير محمد رضا بهرامي سره وکتل.
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. په دې کتنه کې دبهرنيو چارو وزير په تهران کې دوروستيو تروريستي بريدونوپه خاطر  دايران له دولت او خلکو سره دهمدردۍ او ډاډګيرنې دمراتبو په څرګندولو سره دبنسټپالو او تروريستي ډلو دله منځه وړلو او په سيمه کې ددغو تروريستي ډلو دملاتړو دتجريد په لاره کې د سيمه ئيزې او نړيوالې همکارۍ په اړتيا باندې ټينګار وکړ .
په دې کتنه کې دواړو لورو په خوست کابل او هرات کې دوروستيو تروريستي بريدونو او په هېواد کې دورستيو سياسي موضوعګانو په باب هم خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته