امنیت

دوه تنه دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول شول

کابل باختر دکب دمياشتې  ١١:
د بغلان ولايت   پوليسو نن يو تن دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيوه .
د بغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ  ويندوى احمد جاويد بشارت دباخترآژانس  خبريال ته وويل :   دغه سړي غوښتل  پنځه ويشت کيلوگرامه اپين ديو سراچه
موټر په واسطه  دبغلان ولايت  ته وليږدوي چې د دوشي ولسوالۍ په مربوطاتو
کې دپوليسو له خوا ونيول شو .
خبرځاى  زياته کړه   نيول    شوي سړى  له اپينو او موتر سره امنيه قوماندانې ته
سپارل شوى دى.
ديوبل خبرله مخې :   يو تن په بغلان ولايت کې   ديو سودګر د مالونو دغلا په تور ونيول شو.
بشارت وويل  دغه سړي چې د يوسوداګر زر ډبلي غوړي   په ننګرهار ولايت   کې بارکړي  او دکندز   ولايت ته   يې   ليږدول   درې سوه   ډبلي يې په پروان ولايت کې پلورلي وو او دپلخمري ښار د زاړه بازار په ساحه کې د  نورو غوړيو د  پلورنې   په وخت کې دپوليسو له خوا ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته