امنیت

څلور تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر دوري  دوه ويشتمه :
په تيرو څلورويشتو ساعتوکې د لغمان ولايت په مربوطاتوکې د الماس – ٢ په نامه د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې څلور تنه ډار اچوونکي ووژل شول او نهه تنه نوريې ټپيان شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي:
د دغو عملياتو په بهيرکې د ده زيارت، غونډى، وردګو، شيرګر، سنکش، قصابانو او عمر زيو کلي تصفيه او وپلټل شول چې دپلټنې او تصفيې په بهيرکې د مولاجان په نوم د طالبانو د استخباراتو يو مسوول له يو موټرسايکل، يوه اندازه تروتيل توکي، درې کمرې او د ملي اردو يوه جوړه جامې او د شيرعلم په نوم يو تن بل له يوکلاشينکوف سره نيول شوي دي .
د الماس ت- ٢ عمليات په برياليتوب سره دوام لري .
د دغو عملياتو په بهيرکې ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د٢٠١سيلاب قول اردو ميړنيو منسوبينو شپه او ورځ هلې ځلې کوي ترڅو خپلو ګرانو هېوادوالو ته ښه حکومتوالي او د ډاډمن  امنيت ښه فضا رامنځته کړي او هيڅکله د افغانستان د خلکو دښمنانو ته په اجازه ورنه کړي ترڅو ددغه قوماندانۍ د مسووليت په ساحه کې ځان ته خوندي ځاى پيدا کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته