امنیت

طالبانو دفارياب دعالمانو د شورا يو غړى و واژه.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٣
دفارياب دعالمانو دشورا يو غړى ديرغلګرو طالبانو په  بريد کې ووژل شو.
مولوي محمد صادق ناصح چې په فارياب کې له بانفوذه اشخاصو څخه شميرل
کيده  پرون ناوخته د خواجه سبز پوش ولسوالۍ دخواجه قشروي په سيمه کې پرې
بريد وکړ  او  ووژل شو.
په داسې حال کې د فارياب امنيتي مسوولينو ، وسله وال طالبان  يې د دين  ددغه عالم د ترور مسوول   وبلل او ويې ويل چې دپوليسو مامورينو د يرغلګرو دنيولو لپاره هلې ځلې پيل کړي  دي.
مولوي  محمد صادق ناصح  په فارياب ولايت کې د يو بانفوذه  شخص   په  نامه ياديده .
دى سربيره پردې چې دفارياب دعالمانو د شورا غړى و قومي مخور هم و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته