سیاست

جمهور رئیس غني: د افغانستان کرنیز سکتور باید پیاوړی شي

 کابل باختر د وږې دمياشتې ١٢
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني ، نن له غرمې مخکې د نړیوال بانک د جنوبي اسیا د برخې له مرستیالې اغلې انیټ ډیکسن سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
جمهور رئیس په ټرانزیتي سیمه د افغانستان د بدلولو د ارزښت په باب خبرې وکړې او د لاجوردو د په تکلوري کې له پرتو ټولو هېوادونوڅخه یې مننه وکړه او د دې پروژې بشپړېدل یې د سیمې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهم وبلل.
جمهور رئیس غني سړک، د اورګاډي کرښه، نوري فایبر او د ګازو نل لیکه د افغانستان د بنسټيز اقتصاد پنځه بعدونه وبلل او همدارنګه یې په سوداګریزه برخه په ځانګړي ډول د صادراتو او وارداتو تر منځ د انډول د رامنځته کولو تر څنګ يې په کمو امکاناتو د زیات پیداوار په ترلاسه کولوهم ټینګار وکړ.
د هېواد جمهور رئیس له نړیوال بانک څخه وغوښتل، چې  په افغانستان کې دې د پراختیایي او اقتصادي پروژو د تطبیق په برخه کې د هغو هېوادونو له بریالیو تجربو څخه ګټه واخستل شي، چې افغانستان ته يې ورته وضعیت یې درلود. 
جمهور رئیس د تدارکاتو قانون، د ملکیت د حق قانون او د اوبو مدیریت ته په اشارې سره د افغانستان د کرنیز سکتور د پیاوړتیا په هکله وویل، نړیواله ټولنه او د افغانستان حکومت باید هغه عملي او ګټورې لارې ولټوي، چې له امله یې په افغانستان کې  کرنه زیاته او کرنیز سکتور پیاوړی شي.
جمهور رئیس غني زیاته کړه، د وزګارتیا د کمولو لپاره  د داسې لارو د موندلو په هڅه کې یوو، چې د لوړو او نیمه لوړو زده کړو فارغان د متشبثینو اړتیاوې پوره کړای شي.
د نړیوال بانک مرستیالې جمهور رئیس ته د خپلو پروژو او فعالیتونو په باب معلومات ورکړل او ژمنه یې وکړه، چې د پروژو د لا موثریت په موخه به خپل فعالیتونه د حکومت له لومړیتوبونو او پروګرامونو سره همغږي کړي.
په دې کتنه کې، چې په ارګ کې ترسره شوه د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي او د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رئیس هم حاضروو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته