کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١٣
د ارزګان ولايت د وګړو د احوالو دثبت د دفتر مسوول تيره شپه له خپل ساتونکي سره شهيد شو .
د ارزګان ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول باختر آژانس ته وويل :
دوګړو د احوالو د ثبت د دفتر مسوول کله چې له خپل ساتونکي سره دخپل کور په لورروان ود لارې په اوږدوکې د ماين دچاودنې له امله له خپل ساتونکې سره شهيد شو .
دا په داسې حال کې ده چې يو پوليس په همدې سميه کې له طالبانو سره دنښتې له امله شهيد شو .
طالبانو په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ چې په دې نښته کې طالبانو ته هم د سر
زيان اوښتى دى خو دقيق شمير يي تراوسه پورې معلوم نه دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ