سیاست

محمد علم ايزديار د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل

کابل_باختر_ د غبرګولي د مياشتې ٣ مه:
د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار نن د دغې جرګې د منشي مولوي عبدالله قرلق، د منشي نايب مېرمن نجيبې حسيني او د نړيوالو چارو د کمېسيون د ريسې مېرمن حميرا نعمتي او د دغه کمېسيون د ځينو غړو په حضور یې، د بهرنيو چارو د وزير صلاح الدين رباني او د دغه وزارت له يو شمېر اړوندو ريسانو سره د ملي شورا په مقر کې وکتل.
د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې ناسته کې اداري پلاوي او د نړيوالو چارو د کمېسيون ريیسې د افغاني پاسپورت د نشتوالي، له عربي متحده اماراتو څخه د شپږسوه شيعه افغاني سوداګرو د شړلو، په خليجي هیوادونو او سعودي عربستان کې د ميشتو افغانانو ستونزی د شانګهاى همکارۍ په سازمان کې د افغانستان د دايمي غړيتوب د څرنګوالي، د سياسي پاسپورتونو د ويش او طالب مشرانو ته د دغو پاسپورتونو د ويش او له تور لست څخه د طالبانو د څلويښتو تنو مشرانو د لرې کېدو، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د استخباراتي معلوماتو د تبادلې د هوکړه ليک او ځينې نورې مهمې موضوعګانې طرحه کړې.
په پيل کې د مشرانو جرګې لومړي نايب د امنيتي، اقتصادي او سيمه ييزې ګټو له پلوه د شانګهاى د همکاريو په سازمان کې د افغانستان غړيتوب د ګټو په اړه خبرې وکړې، ويې ويل چې د شانګهاى په سازمان کې د افغانستان بشپړ غړيتوب دغه فرصت افغانستان ته برابروي تر څو د دې سازمان د پياوړو غړو له ملاتړ څخه په ګټې اخيستنې سره د ډار اچوونکو پر وړاندې مقابله وکړي او هم په دې سازمان کې د غړيتوب ترلاسه کول اقتصادي ګټې لري چې افغانستان په سيمه کې د ځانګړي موقعيت په لرلو سره کولاى شي د غړو هېوادونو سره د معاملو له لارې اقتصادي امتيازونه ترلاسه کړي.
ورپسې د بهرنيو چارو وزير د دغو مواردو په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې سياسي پاسپورتونه له ټاکلو معيارونو سره سم ويشل کيږي او د سياسي پاسپورتونو د راټولولو په موخه پروګرام چې له دې وړاندې په شرايطو نابرابرو کسانو ته ويشل شوي دي؛ تر لاس لاندې دي.
ده د طالبانو مشرانو ته د سياسي پاسپورتونو د ويش او له تور لست څخه د طالبانو د مشرانو د نومونو لرې کول يې بې بنسټه وبلل، زياته يې کړه: په هغه صورت کې چې طالبان له جګړې لاس په سر شي او خبرو اترو ته غاړه کيږدي، احتمال شته چې له تور لست څخه لرر شي او زياته يې کړه چې په عربستان کې د ميشتو افغان کډوالو د ستونزو په اړه د دغه هېواد له چارواکو سره ديپلوماتيکي اړيکې دوام لري خو نهايي شوې نه دي او هم يې زياته کړه چې ټاکل
شوې سبا په عربي متحده اماراتو کې ميشت د افغانستان سفير له دغه هېواد څخه د افغان متثبثينو د شړلوپه برخه کې خپل کاري رپوټ د وړاندي کولو په موخه افغانستان ته راشي چې د دي په رڼا کې به لازمي رسيدګي وشي.
همدا راز د بهرنيو چارو وزير د شانګهاى په سازمان کې د افغانستان غړيتوب پر ګټو د ټينګار تر څنګ وويل، د شانګهاى دهمکارى سازمان د دولتونو ترمنځ سازمان دى چې د څو اړخيزو، امنيتي، اقتصادي او فرهنګي همکاريو لپاره جوړ شوى دى. دغه سازمان په ٢٠٠١ کال کې د چين، روسيې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د مشرانو له خوا رامنځته شوی او زیاته یې کړه چې پدې سازمان کې ټاکوونکي رول چين او روسيه لري او تر اوسه افغانستان يواځې د ناظر رول ادا کولای شی.
د بهرنيو چارو وزير د اداري پلاوي، د نړيوالو چارو کمېسيون او د سنا مجلس له غړو څخه مننه وکړه چې د نړيوالو مهمو مواردو څخه یې د شانګهاى همکارۍ په سازمان کې د افغانستان د غړيتوب د ترلاسه کولو په موخه يې د حکومت پام ور واړوه او د دې د تحقق لپاره به هر اړخېزې هڅې وکړي.
په دې ناسته کې د مشرانو جرګې د دارالانشا لوى رئيس سيد حفيظ الله هاشمي هم ګډون درلود.
دیوبل خبر له مخې:
د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار او د دی جرګې دویم نایب ډاکتر محمد آصف صدیقی ، نن د حج او اوقافو له وزير فيض محمد عثماني سره په جلاجلا توګه وکتل.
په دې کتنوکی چې د مشرانو جرګې د يو شمېر کمېسيونونو رييسان، سناتوران او د دی جرګې د دارالانشا لوی رئيس هم حاضروو، ښاغلي عثمانی په سعودي عربستان کې د افغان حاجيانو  لپاره د استوګنې د اسانتیاو د برابرولوپه هکله د توضیحاتو د وړاندې کولو ترڅنګ وويل چې اوس هم د حج د بهيرپه تنظیولو کې څه ستونزې شتون لري او هیله من یوچی د جمهوري رياست له لوري یې ستونزو ته رسيدګي وشي.
همدا راز د حج او اوقافو وزیر زیاته کړه چې تېر کال د الوتکو د ټيکټ بيه ١٣٢٠ ډالره وه، خوموږ وتوانيدو چې د ټيکټ دا بيه يو اندازه نوره هم راټيټه کړو او باور لرو چې د حج د اداکولو لپاره غوره بهير ولرو او د حاجيانو لپاره د استوګنې د ټاکلو په برخه کې د ملي شورا د څو تنو غړو په ګډون يو شمېر پلاوو سره سعودي عربستان ته سفر لرو، تر څو په هغه ځاي کې حاجيانو له پاره اسانتياوې له نژدی وڅاری. په پاي کې دمشرانوجرګی نایبانو د حج او اوقافو وزير له اقداماتو څخه مننه وکړه او د دندو په ترسره کولو کې يې د دوي د لا زياتو برياليتوبونو هيله څرګنده کړه.
همدارازدمشرانو جرګې دويم نايب نن د لوګر ولايت د برکي برک ولسوالۍ دیوشمیرعالمانو او سپين ږيرو سره وکتل. په دي کتنه کې د لوګر ولايت د خلکو استازو د امنيتي ارګانونو په همکارۍ د کوچيانو له خوا د دوي د ځمکو د غصب او بي امنيتۍ له ستونزو څخه يادونه وکړه، ويې ويل چې په دي ورځو کې د دي پيښو له امله درې کسه په يادې ولسوالۍ کې شهيدان شوي او يو کس ټپي شوي دي او که چيري حکومت په دي برخه کې پاملرنه ونه کړي د لوګر خلک به په خپله لاس په کار شي. د مشرانو جرګې دويم نايب له دوي سره ژمنه وکړه چې ستونزې به يې جمهور رييس، د کورنيو چارو وزير او د سيمه ييزو ارګانونو غوږ ته ورسوي تر څو په دي برخه کې جدي پاملرنه وشي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته