کابل- باختر دزمري دمياشتې ٣١
په داسې حال کې چې طالبانو او نورو ترورستي ډلو په بدخشان ولايت کې خپل شتون او فعاليت زيات کړى دى ، افغان پوځي مقاماتو په دغه ولايت کې دبنسټپالنې دجړو دايستلو په خاطر ديوې سترې پوځي قطعې د استولو خبر ورکړ.
دغه يو زرو پنځه سوه کسيزه قطعه پرون د بدخشان ولايت مرکز فيض آباد ته ورسيده او ټاکل شوې ده ډير ژر په بهارک ولسوالۍ کې په ځاى پرځاى کيدو سره د دغه ولايت په ځينو سيمو کې د ترورستيځالودله منځه وړلو لپاره خپل کار پيل کړي .
هيله کيږي دغه ځواکونه چې په سپکو او درندو وسلو سمبال دي د بدخشان ولايت په ځينو سيمو د ترورستي ډلو په پټنځايونو يو لړ عمليات ترسره کړي .
د اردو ددغې قطعې قوماندان جنرال عبدالروف ارغنديوال باخترآژانس ته وويل : لومړى دوي کوښښ کوي چې له قومي مشرانو سره د خبروله لارې طالبان او نورې تروريستي ډلې روغې جوړې ته وهڅوي اوکه چيرې دغه خبرې ګټورې نه وى بيا په پوځي اقدام لاس پورې کړي .
د دغې پوځي قطعې قوماندان د وردوج په ولسوالۍ کې دترورستي ډلو زيات شتون ته په اشارې سره وايي ، په پيل کې به د تروريستانو له شتون څخه ددغې ولسوالۍ د پاکولو په خاطر اقدام وکړي .
په داسې حال کې چې دبدخشان ولايت له موقتي ادارې وروسته په لومړيو اتوکلونو کې دافغانستان له امنو سيمو څخه شمير کيده په وروستيو دريو کلونو کې له پاکستان سره د ګډې پولې د لرلو په نسبت د ترورستي ډلو او په تيربيا دطالبانو او پاکستاني جګړه مارانو د مخ په زياتيدونکو فعاليتونو ډګر وو.
ددغه ولايت د وردوج ولسوالۍ چې دوريښمو د لارې داحيا کولو او له چين سره دافغانستان د نښلولو لپاره ډيره مهمه سيمه ده .
په وروستيو کلونو کې د دغو ترورستي ډلو د زياتو بريدونو او دملکي وګړو او وژلو شاهدو.
دافغانستان د ملي امنيت د لوى رياست په ګډون حکومتي مقامات څو څو ځلې په پاکستان باندې د تروريستي ډلو او په بدخشان ولايت کې د دغو ډلو د ډاراچونکو بريدونو د زياتولو دملاتړ تور لګوي.
دبدخشان سيمه ييز مقامات وايي چې ددغې لارې لپاره دافغانستان د هلوځلو په بهير کې لومړي به د ور دوج ولسوالۍ د ترورستي ډلو له شتون څخه پاکه کړي .
د ملي اردو د يو زرو پنځه سوه کسيزې قطعې قوماندان جنـــــرال عبدالروف ارغنديوال وايي ، چې دغه ځواکونه په سپکو او درندو وسلو سمبال دي او دهوايي ځواکونو ملاتړ هم لري او کولاى شي په لنډ ممکن وخت کې بدخشان د ترورستي ډلو له پټنځايونو څخه پاکه کړي .
له بله پلوه دبدخشان والي شاه ولي الله اديب پرون په دغه ولايت کې د دغو ځواکونو قوماندان سره په کتنه کې وويل : چې د دغو ځواکونو استول د تروريزم ددجرړو دايستلو په لاره کې دافغانستان د دولت دپياوړې ارادې ښکارندوى دى .
1 2 دقیقې لوستل