کابل / د وري ۳ مه / باختر
د عالیقد امیر المومنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هبة الله اخند زاده د فرمان او د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د ۲۴ غونډې د پرېکړې پر اساس په کابل کې دولتي ځمکې بېرته راګرځول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د دولتي ځمکو د تثبیت او د غصب د مخنیوي په پار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې یوه شپږ کسیزه کمېټه هم جوړه شوې ده.
په یاده شپږ کسیزه کمېټه کې د کابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مشر شيخ عبيدالله حقاني د کمېټې د ریيس، د کابل د خدماتو تخنيکي او سکټوري رياست سرپرست مولوي عبدالحليم حليمي، د غير رسمي ځايونو د ثبت ادارې رییس مولوي عبدالصمد پاڅون، د عامه امنيت د ديوان رییس شيخ جلال الدين حقاني، د ښاروالۍ د ملکيتونو رییس شيخ نجيب الله او د امارت د قضاياوو آمر استاد روح الله ايوبي د کميټې غړي ښودل شوي دي.
یادې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د کابل په مرکز او ولسواليو کې د غصب شويو ځمکو تش په نامه شرعي او عرفي قبالې او فوق العاده امرونه چې د تېر حکومت چارواکو خلکو ته ورکړي وڅېړي او غصب شوې ځمکې په ګوته کړي.
د اسلامي امارت چارواکي وايي چې د کمېټې له څېړنو او د اسلامي امارت د محاکمو له پريکړې څخه وروسته به سل کسیزه قطعه د کمېټې پرېکړې عملي کوي.
د یادونې وړ ده چې پر کابل سربېره په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د غصب شویو ځمکو د تثبیت په پار کمېټې جوړې شوې او عملي چارې یې پیل کړې دي.
ن/ر