فرهنګ

د ارواښاد برکت الله کمين د لسم تلين علمي څيړنيز سيمينارجوړشو

کابلباختر د سرطان ١٢
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي د پيغام په لوستلو سره د ارواښاد برکت الله کمين د مړينې د لسم تلين د درناوي علمي _څيړنيزسيمينارنن په کابل کې جوړ شو.
دغه سيمينارد افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژپو او ادبياتو دمرکز د رياست له خوا جوړ شو.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: د سيمينار په پيل کې د افغانستان د علومواکاډمۍ رييسې سرڅيړونکې ثرياپوپل وينا وکړه او د دغه شان سيمينار د جوړولو ارزښت يې پيان کړ او وې ويل: د علمي_ څيړنيزو سيمينارونوجوړول دفولکلور، فرهنګ او پوهې د ډيوې په بل ساتلوکې مرسته کوي او راتلوونکو نسلونو ته ور زده کوي چې د هيواد په بېلابېلو دوروکې د شعر، ادب اوفرهنګ د بدلون تګلوري څه ډول دي اوکوم کسان ددغه حرکت او په هيوادکې د بېلابېلو تاريخي دورو قافله سالاران دي .
ثريا پوپل دغه راز په خپلې ويناوې کې د ارواښاد برکت الله کمين د ارزښتناک ژوندانه بېلابېلو اړخونو ته اشاره وکړه چې ارواښاد برکت الله کمين په پښتو او دري ژبو زيات شعرونه وويل او ارزښتناک آثار يې پريښي دي.
وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامد کرزي پيغام دافغانستان د علومو اکاډمۍ د رييسې سرڅيړونکې ثريا پوپل له خوا ولوستل شو.
جمهور رييس په خپل پيغام کې ارواښاد برکت الله کمين د پښتو او دري ژبوخوږ ژبې شاعر بللې دى او ويلي يې دي: لس کاله مخکې د پښتو او دري ژبو پياوړى شاعراوغزل ويونکى وفات شو او د هيواد فرهنګي کورنۍ يې په ماتم کې کښينوله.
ارواښاد کمين په خپلې سيمې کې له مطرحو شاعرانو څخه و. ده په خپلو فرهنګي هلوځلوکې په بشپړې هنرمندى او مهارت سره په پښتو او دري ژبوکې د غزل بڼ رنګين کړ. د معاصر غزل په پرمختيا کې د ده رول د قدر وړ دى.
اوس چې د ده له مړينې څخه لس کاله تيريږي؛ د افغانستان د علومو اکاډمۍ په همدې مناسبت دغه سيمينار جوړ کړى دى. هيله کيږي چې په دې علمي غونډه کې د ده د هنري ژوندانه بيلا بيل اړخونه زموږ د پوهانو له خوا تحقيق او وڅيړل شي چې د هيواد ځوان نسل د هيواد ددغه حقدار شاعر له ښو افکاروسره بلد شي.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د سرحدونو اوقبايلو د چارو وزارت او دکابل او ننګرهار د پوهنتونونو او د ختيځ دليکوالو او ژورناليستانو د اتحاديې او د ارواښاد کمين د کورنۍ پيغامونه د اړوندو ادارو د استازو له خوا ولوستل شول.
دسيمينار د علمي کار په برخه کې يوشمېرپوهانو، څيړونکو اوشاعرانو د ارواښاد کمين د ژوندانه د بيلا بيلو اړخونو او آثارو په اړوندخپل شعرونه اومقالې ولوستلې
بيابرخه والو د پريکړه ليک په صادرولو سره د سيمينار کارپاى ته ورساوه.
په پريکړه ليک کې په سيمنارکې د لوستل شويو مقالو او د حضرت محمد سيدجان مجددي د دري اشعارو د ديوان د قلمي نسخو په چاپولو باندې ټينګار شوى دى او ويل شوي دي چې دغه مقالې او قلمي نسخې دې دافغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او اد بياتو د مرکز او د ادبياتو د انستيتوت له خوا چاپ شي او هم دې د ارواښاد په نامه په ننګرهار کې يو ښوونځى جوړ شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته