روغتیا

ډاکترانو د کابل سيندپاک کړ

کابل باختر دسرطان ٤
دکابل دروغتونونو په لسګونو تنو ډاکترانو او روغتيايي کارکوونکو نن د کابل سيند په پاکولو لاس پورې کړ.
دپاکولو دغه کار د کابل ښاروالۍ دتنظيف رياست په  همکارۍ د آرتل پله له ساحې څخه  د آسمايي پله تر ساحې پورې وشو او په بهير کې يې سيند اود ابن سينا دصدري او عاجل روغتونونو او د مرکزي لا براتوارونو  د رياست شاوخواساحې او رو غتيايي تاسيسات له کثافاتو څخه پاک شول.
د عامې روغتيا و زارت معين ډاکتر عبدالبصير سرور د باختر آ ژانس خبريال ته وويل: په دغه پرو ګرام کې چې د کابل ښاروالۍ دتنظيف رياست په همکارۍ ترسره شول؛ دکابل د روغتونونو د رييسانو په ګډون ددغو رو غتونونو څه دپاسه يوسلو شلو تنو ډا کترانو او رو غتيايي کارکوونکو ګډون کړى و او د کابل سيند اود هغه شا وخوا ساحې يې پا کې کړې.
دغه راز دعامې روغتيا وزارت په مرکزکې د روغتونونو رييس ډا کتر سيد کبير ا ميري باخترآژانس ته وويل: دغه اقدام د کابل سيند او د هغه دشا وخوا سيمو روغتياساتنې ته دپاملرنې د جلبولو په مقصد ترسره شو اود کابل په سيند او په تيره بيا دښار په مرکزي برخوکې کثافاتو ته نه پاملرنه دخطر ناکو ساري ناروغيو دخپريدو سبب کيږي.
ده وويل: بايد ښاريان  او نور اصناف هم دپاکولو او د سيمه ييزې روغتيا ساتنې په رعايتولوکې ونډه واخلي او له هغوى پرته نه شو کولاى له روغو اوسيدونکو سره يې پاک ښارولرو.
ډاکتر ا ميري څرګنده کړه: په دغه پرو ګرام کې له هر روغتون څخه له پنځلسو تنو څخه ترشلو تنو پورې ګډون کړى دى او ددغه وزارت مشرتوب تصميم لري چې دغه شان پرو ګرامو نه دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته