امنیت

دکابل ښار امنيتي ځواکونو په ښارکې امنيتي تمرينونه نندارې ته وړاندې کړل

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ٩ :
دهيواد امنيتي ځواکونو پرون دکابل ښار په بېلابېلو سيموکې يو ورځني تمرينونه ترسره کړل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترا ژانس ته خبرورکړ: د هيواد امنيتي ځواکونوګډ تمرينونه له تروريستي احتمالي بريدونو سره دمقابلې، د افغان اونړيوالو ځواکونو ترمنځ دهمغږى د رامنځته کولو او د تروريستي ضد عملياتو په وخت کې د ځواکونو د سوق او ادارې د ښه والې په لاره کې د امنيتي ځواکونو د لازمو تياريو د نيولو په خاطر پرون دکابل ښار په بېلابېلو سيمو کې ترسره شول.
په کابل کې د امنيتي ځواکونو تمرينونه دکورنيو چارو وزارت د ستر امنيتي معين سترپاسوال عبدالرحمن رحمان او دکابل د ١٠١ اسمايي زون د قوماندان لوى پاسوال محمدايوب سالنګي ترنظر لاندې دکابل ښار په بېلابېلو سيموکې ترسره شول.
دکابل د ١٠١ اسمايي زون د قوماندانۍ، په کابل کې دملي اردو د ١١١ فرقې  ځواکونو، دکورنيو چارو وزارت د پوليسو د ځانګړو قطعاتو، د امن او عامه نظم د پوليسو ، د ايساف  ځواکونو ، د ملي دفاع وزارت هوايي اوعملياتي ځانګړې لوا   ځواکونو په دغو تمرينونو کې ګډون کړي و.
دکورنيو چارو وزارت دامنيتي چارو ستر معين  سترپاسوال عبدالرحمن رحمان په داسې حال کې چې دغه تمرينونه بريالي وبلل ويې ويل چې دهيواد امنيتي ځواکونه دپخوا په شان يوځل بيا د تروريستي احتمالي بريدونو په شنډولو خپله ځواکمنتيا  نندارې ته وړاندې کړه.
ده ټينګار وکړچې د افغانستان امنيتي ځواکونه د هرې ورځې په دتيرېدو سره دهيواد د امنيت دتامينولو لپاره له زياتې تياري څخه برخمن شوي دي اوپه دې لاره کې ښه امکانات لري .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته