نړۍ

درې تنه طالبان د پاکستان له حکومتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.

  پيښور  ډان  باختر دکب دمياشتې ٩
دخيبر پښتونخوا ايالت په قبايلي سيمه کې دپاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې له  امله  درې تنه طالبان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
باختر آژانس د ډي ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ: نننۍ نښته  دخيبر- پښتونخوا  ايالت د پوځيانو دپلټنې دعملياتو په بهير کې رامنځته  شوه.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې :  طالبانو ته په مرګ ژوبلې برسيره  پنځه ويشت تنه نور يې نيول شوي دىي  .
په  دې نښته کې دوه  تنه پوځيان  هم ټپيان  شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته