کابل – باختر دليندۍ څوارلسمه:
د نورستان ولايت سيمه ئيزو مقاماتو تاييد کړه چې طالبانو د دغه ولايت د دواب ولسوالۍ په مرکز څه ناڅه پنځه توغندي توغولي دي
د نورستان ولايت امنيه قوماندان سمونوال غلام الله نورستاني باختر اژانس ته وويل: دغه توغندي د دواب ولسوالۍ ودانۍ او بازار ته څېرمه لګيدلي دي چې لږ زيان يې اړولي دي .
نورستاني وويل: د توغنديو له توغولو وروسته دپوليسو ځواکونه ددغې ولسوالۍ شمال ختيځو سيموته چې توغندي ورڅخه توغول شوي وه؛ واستول شول او د پلټنې په عملياتو يې لاس پورې کړ.
0 د یوې دقیقې څخه لږ