ټولنه

د ننګرهار اوسېدونکي: هیله من يوو چې بین الافغاني خبرې مثبتې پایلې ولري

کابل / د وږي ٢٥مه / باختر
په ننګرهار کې د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو د باختر آژانس له سیمه  ییز خبریال ماهر احسانزي سره په خبرو کې ویلي دي چې دوی په دوحه کې د سولې په تړاو روانو خبرو ته هیله من دي.
دوی په جنګ کې له ښکیلو غاړو څخه غواړي چې د جنګ د درېدو او سولې د راتګ پر وړاندې شته خنډونه د خبرو له لارې حل کړي.
دوی وايې: سره له دې چې په تېرو شلو کلونو کې یې د حکومت او وسله والو طالبانو په جنګونو کې د سر او مال زیان لیدلی، خو که بین الافغاني خبرې مثبته پایلې ولري، دوی هم د سولې او هېواد لپاره له خپلو ور اوښتو زیانونو تېرېږي او هیله يې وکړه چې تر هر څه لومړي دې دواړه غاړې پر اوربند سلا شي.
میراجان خاورې چې د لغمان اوسېدونکی دی، وايې: په جنګ يې د زوی له مرګ  سره ښځې سکته کړې چې اوس هېڅ څوک نه لري او په کوڅو او خپلوانو ګرځي چې پاتې عمر ورکره تېر کړي، خو که سوله راځي، د زوی قاتلانو ته به بخښنه وکړي.
دی وايي: د سولې روانو خبرو ته ځکه خوشاله دى چې د ده غوندې نور پلرونه د شته کور او اولادونو څخه بې برخې نه شي.
ده له هغه هېوادونو چې په افغان سوله کې رول لري هیله وکړه چې د افغانانو پر حال ورحمېږي او روانې خبرې یو مثبتې پایلې ته ورسوي.
محمد عارف چې اوسمهال په جلال اباد ښار کې اوسېږي، له کاپیسا را کډه شوی دی.
ده د بین الافغاني خبرو له دواړو غاړو وغوښتل چې د سولې د راتګ لپاره تر ممکنه حده خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
د ده په خبره دواړه غاړې باید د افغان ولس درد او ارزښتونه په نظر کې ونیسي، چې د خبرو د بریالي کیدو لپاره دې لومړی اوربند وکړي.
دغه راز د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی شرافت وايې چې د جنګ دواړه غاړې اوسمهال د جنګ له اړخه ګټونکي نه دي او ښه دا ده چې د خبرو له لارې روانه جګړه پای ته ورسوي.
ده له نړیوالو ټولنو او هېوادونو هم وغوښتل چې په قطر کې د سولې روانې د بین الافغاني خبرو له ملاتړه لاس په سر نه شي چې افغانان او عام ولسونه نور د جنګ او وینې توینو او وژنو تاب نه لري.
د ننګرهار اوسېدونکي له بین الافغاني خبرو په داسې مهال خپل ملاتړ څرګندوي چې تر دې وړاندې يې څو ځلې د همدې خبرو د پيلیدو غوښتنې کړې وې چې روانه اوونۍ د قطر په مرکز دوحه کې پيل شوې.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته