کابل- باختر دلړم ديرشمه
په افغانستان کې دافغان پوځيانو او د ناټو ځواکونود عملياتو له امله له پنځلسو تنو نورو طالبانو سره، د وسله والو طالبانو د ډلې درې تنه سيمه ئيز قوماندانان ونيول شول .
دغه قوماندانان چې هويت يې نه دې په ډاګه شوى، نن سهار او تېره شپه هغه وخت ونيول شول چې ديو لړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو کې بوخت وو .
باختر اژانس د ناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې دغو قوماندانانو دقندهار ،هلمند او غزني د ولايتونو په ځينو برخوکې د وسله والو طالبانو دځينو تروريستي بريدونو د رهبري مسووليت په غاړه درلود .
ويل کيږي چې ددغو عملياتو په بهيرکې په دغو قوماندانانو پورې اړوند پنځلس تنه نور هم نيول شوي دي .
له بلې خوا، ناټو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د وسله والو طالبانو او دحقاني د شبکې دتروريستي بريدونو د دوو تنو مرستندويانو دنيولو خبر ورکړ .
دغه کسان نن سهار دلوګر او قندهار د ولايتونو په مربوطاتو کې دافغان پوځيانو او د ناټو دځواکونو په پوځي عملياتو کې نيول شوي دي .
دغه راز دناټو په يوه بله خبرپاڼه کې په ننګرهار کې د دوو تنو يرغلګرو د وژل کېدو خبر ورکړ شوې دي .
پر دغو يرغلګرو پرون هغه وخت چې له يوې افغان امنيتي پوستې ډزې وکړې؛ د افغان پوځيانو او د ناټو دځواکونو له خوا بريد وشو او ووژل شول.
1 1 دقیقه لوستل