کابل باختر د لړم دمياشتي اتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي، دپاکستان صدراعظم ميا نوازشريف او د بريتانيا صدراعظم په څلورمه درې اړخيزه غونډه کې په سيمه کې د سولې د مسئلو، له تروريزم او بنسټپالنې سره دمبارزې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي همکاريو په باب خبرې وکړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې په سيمه ئيز وخت پرون مازيګر دبريتانيا د صدراعظم ډيويډ کامرون په کوربه توب په لندن ښارکې جوړه شوه؛ اړوندو لوروګټورې خبرې وکړې.
د دريو هيوادونو مشرانو د افغانستان د سولې په بهيرکې دپاکستان د رول په باب خبرې وکړې او موافقه وشوه چې د سولې دعالي شورا هيئت په نږدې راتلوونکې کې پاکستان ته سفر وکړي او له ملا برادر سره وګوري .
په دې غونډه کې پريکړه وشوه چې د دواړو هيوادونو دکورنيو چارو وزيران دې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دسرحدي تګ راتګ د سيمو د امنيت د تامينولو په باب ډير ژر وګوري .
دغه راز دواړو لورو موافقه وکړه چې د تروريستانو دپټنځايونو په له منځه وړلو کې همکاري وکړي .
اړوندولورودافغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او تجارتي اړيکو په پراختيا باندې ټينګار وکړ، د کونړ د سيند د پاسه دافغانستان او پاکستان د بريښنا دګډ بند د جوړولو دپروژې دکار په پيل، دکاسا – ١٠٠٠يا د افغانستان له لارې پاکستان ته د قرغزستان _ تاجکستان له هيوادونوڅخه د بريښنا د ليږدولو دمزې دتمديد د پروژې په تطبيق او پاکستان او هند ته د افغانستان له لارې دترکمنستان دګازو دليږدونې د پروژې پر تطبيق موافقه وکړه.
دپاکستان لوري د انتخاباتو د امنيت د تامينولوپه لاره کې دافغانستان له دولت څخه خپل ملاتړ څرګندکړ .
په دې غونډه کې د پاکستان صدراعظم ميانوازشريف کابل ته د يو رسمي سفر لپاره دافغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رييس بلنه ومنله او څرګنده يې کړه چې په راتلوونکو اوونيوکې به افغانستان ته سفر وکړي .
1 1 دقیقه لوستل