١٨ – کابل باختر دسلواغي پنځمه
د ننګرهار ولايت دملي امنيت درياست منسوبينو درې تنه دغلا په تور دبهسودو په ولسوالۍ کې ونيول .
دغو دريو تنو له وسلې څخه په استفادي سره دبحراباد په ساحه کې دملي اردو يو کارکوونکي ټپي او څلور مياشتې معاش يې لوټ کړي و .
د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه کسان دملي امنيت دمنسوبينو له خوا نيول شوي دي او دوي دغه راز د شاه برهان په نامه د يو دوکاندار سل زره کلداري په زور اخستي وي .