امنیت

په سمنګانو کې درې تنه دترويستي فعاليتونو په تورونيول شول

کابل  باختر د سلواغې د مياشتې ٢٠ :
دسمنګانو ولايت  پولسيو درې تنه  دتروريستي فعاليتونو په تور ونيول  اوله هغوى څخه يې يوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه کړل.
دسمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي  مسوول رحيمي  باختر آژانس
ته وويل  :   دغه درې تنه دکوز دره صوف ولسوالۍ په مربوطاتو  او دايبکو دمرکز  تايخونک په سيمه کې  ددولتي واکمنۍ پرخلاف دوسله والو طالبانو په ليکو کې  فعاليت کاوه  او دامنيتي ځواکونوپه وړاندې  جنګيدل  چې له يو کلاشينکوف او يوه موټرسايکل سره ونيول شول.
رحيمي وويل  :  چې دوسله والو طالبانو يو کليدي غړى   ملايارګل  چې دروانې
مياشتې په  ١٣نيټه يې   دوګړنيو پاڅون کوونکو ديوه قوماندان معراج الدين داستوګنې په کور بريد کړى و ، په وسله واله نښته کې ټپي شو او وروسته   دتايخونک په کلي کې  پټ شوى و  نن  له تروريزم سره  دمبارزې دمديريت  دځواکونوله خوا له يو کلاشينکوف سره  ونيول شو.
رحيمي دغه راز وويل چې  دکوز دره صوف اوسيدونکى ملافيض الله  او دبلخ ولايت  دچاربولک ولسوالۍ  اوسيدونکى  قاري ميوند ددغه ولايت دکوز دره صوف په ولسوالۍ کې دوسله والو  طالبانو په ليکو کې ددولتي  واکمنۍ پرخلاف يې فعاليت کاوه له يو موټرسايکل او تبليغاتي پاڼو سره ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته