دملي اردو منسوبينو نن دپکتياولايت دزرملي ولسوالۍ په مربوطاتو کې ديو لړ عملياتو په ترڅ کې ددښمن يوه اندازه مهمات ترلاسه کړل.
د ٢٠٣ تندرقول اردو ويندوى ډگروال ساعت ګل هوتک دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه عمليات دزرملي ولسوالۍ دګوزکدوس په سيمه کې ترسره شول چې له امله يې يو کلاشنيکوف د ٨٢ ملي متري توپ درې ګولۍ ، دغرني هاوان شپږماينونه ، پنځه لاسي بمونه ، پنځه لنډ واټن ويشتوونکي توغندي ، يو مارکول ټوپک ، دکلاشينکوف درې بکسي ګولۍ ، دريموټ کنټرول ماين يو چارج کوونکې او يوه اندازه مهم سندونه اوپاڼې ترلاسه شوي دي.