سیاست

اجراييه رييس د اروپا اتحاديې له سفيرانو سره وکتل

کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ۱۳مه
اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون په کابل کې د اروپا اتحاديې له سفيرانو سره په سپيدار ماڼۍ کې وکتل .
د اجراييه رياست د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د اروپا اتحاديې سفيرانو، له ډاکتر عبدالله عبدالله سره د افغانستان د جمهوري رياست د انتخاباتو د يوه نوماند په توګه وکتل.
په دې کتنه کې د اروپا اتحاديې سفيرانو د سولې د خبرو، د جمهوري رياست د انتخاباتو، اصلاحاتو، حکومتوالۍ او د افغانستان د سيمه ييزو او نړيوالو اړيکو په باب خپل نظر او پوښتنې طرحه کړې.
ډاکتر عبدالله عبدالله د اروپا اتحاديې د سفيرانو د نظريو او پوښتنو له اوريدو وروسته، د پورتنيو قضيو په باب خپلې نظريې په هر اړخيز ډول له دوى سره شريکې کړې.
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته