امنیت

په ننګرهار کې ۶ کسان د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

کابل / د وږي ۳۰ مه / باختر
د ننګرهار د ملي امنیت مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د غير قانوني وسلو، نشه يي توکو او غلا په تړاو شپږ کسان نیول شوي دي.
د ننګرهار د ملي امنيت رییس ډاکتر بشير وايي چې په نیول شویو کسانو کې د مخکيني حکومت د سيمه ييزو پولیسو قوماندان ملک جعفر هم شامل دی .
سرچینه زیاتوي چې له ملک جعفر ۲۵ سپکې او درنې وسلې ترلاسه او بیت المال ته سپارل شوې دي.
د رییس د څرګندونو له مخې؛ په ورته وخت کې په سره رود ولسوالۍ کې دوه تنه د ۵۰۰ ټابلیټ کا او ۳ وسله وال غله له ۲۵مبايلونو، ۶ تومانچو، کلاشينکوفونو او برچو سره یوځای نیول شوي دي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته