امنیت

درې طالبان په تخار- کندز لویه لاره کې ووژل شول

کابل / د چنګاښ ۲۸ مه / باختر
د تخار د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې په تخار- کندز لویه لاره کې نن د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.
د تخار له امنیې قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې په نښته کې د تخار لپاره د وسله والو طالبانو د ګمرکونو مسوول ذوالفقار په ګډون ۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ نور یې ټپیان شوي دي.
ویل کېږي په نښته کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته