ټولنه

کابل ښاروالۍ د کابل – جلال آباد سړک شاوخوا سيمې له خنډونو څخه پاکې کړې

– کابل / د کب ٨ مه / باختر
کابل ښاروالۍ د کابل ښار په نهمه ناحيه کې د کابل – جلال آباد سړک په تګلوري کې لسګونه جريبه غصب شوې ځمکه چې شنه ساحه او د سړک د سور د زياتوالي لپاره په پام کې نيول شوې ده له خنډونو او غير قانوني تاسيساتو څخه پاکه کړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ کابل ښاروالۍ د خپرونو دفتر نن په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې يوشمېر شرکتونو، فابريکو او متشبثينو په غير قانوني ډول له دغو ساحو څخه استفاده کوله چې يوه برخه يې ترلاسه شوه او په راتلونکو ورځو کې به دغه کار دوام وکړي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د دغه سړک د تګلوري يوه برخه د کابل ښاروالۍ د ښاري نظم د برابرولو په عملياتو کې له خنډونو او غير قانوني تاسيساتو څخه پاکه شوه.
دغه راز د نورو برخو د پاکولو لپاره کابل ښاروالي خپل کار ته دوام ورکوي.
ختم- ج -ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته