روغتیا

د غور د ولایتي روغتون ډاکټرانو په کاري اعتصاب لاس پورې کړ

کابل/  د چنګاښ ۲ مه / باختر
د غور د ولایتي روغتون ډاکټرانو د یوه ډاکټر له وهلو او ډبولو وروسته پرون په کاري اعتصاب لاس پورې کړ.
د باختر آژانس د سیمه يیز خبریال خیرالدین پارسي د خبر له مخې؛ د غور د ولایتي روغتون ډاکټرانو په دغه روغتون کې د یوه ناروغ د خپلوانو له خوا د خپل یو همکار له وهلو او ډبولو وروسته، په کاري اعتصاب لاس پوری کړ او د څو ساعتونو لپاره یی د روغتون دروازه د مراجعینو پر مخ وتړله.
اعتراض کوونکو وویل چې ډاکټران په کرونایي سختو شرایطو کې کار کوي، خو د ځينو کسانو له خوا ورته سپکاوى کېږي او يا هم وهل او ډبول کېږي.
د غور د ولایتي ورغتون سرطبیب ډاکټر نصیر پارسا رسنیو ته وویل چې دوه شپې مخکې هم په روغتون کې د یوه ناروغ د پایوازانو له خوا د جراحۍ څانګې یو ډاکټر د دندې د ترسره کولو په وخت کې وهل شوى او ډبول شوى و.
د دغه روغتون ډاکټرانو خبردارى ورکړ: که چېرې دغو پېښو ته رسیده ګي ونشي او دغه وضعيت بيا هم تکرار شي؛ په دوامدار اعتصاب به لاس پورې کړي.
پاى/ سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته