کابل، د غوايی ۸ مه، باختر
د بدخشان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مسوولینو د یاد ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د سېلابونو له امله خلکو ته د مالي زیانونو د اوښتو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوي محمد اکبر اکبري د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د یاد ولایت د درایم ولسوالۍ په خواسپک، ګرګیان او نیمتله سیمو کې او د تشکان ولسوالۍ په غوري سنګ، احمد آباد، المیچ، آسیاه، نوران او یارساز کلیو کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله په ټولیزه توګه ۵۷ کورونه ۱۲۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې او بڼونه، د ژرندې محلي ماشینونه، فرعي پلګوټي او سړکونه ویجاړ شوي او ۲۰ څاروي له منځه تللي دي.
د یادونې وړده، چې د تېرې شپې د بارانونو له امله د فیض آباد – بهارک ولسوالۍ لاره د تګ راتګ پرمخ بنده شوې ده.