امنیت

څوارلس تنه ډار اچوونکي په کندز کې ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ شپاړلسمه :
څوارلس تنه ډار اچوونکي پرون په کندز ولايت کې ووژل شول .
د ٨٠٨ سپين زر  زون وياند محفوظ  الله اکبري باختراژانس ته وويل چې ددوو پاکستاني اتباعو په ګډون ديارلس تنه ډار اچوونکي  دکندز ولايت د مرکز تلوکه په ساحو  کې دهوايي او ځمکنيو عملياتو په بهير کې  ووژل شول او دولس تنه نور يې  ټپيان شول .
ده زياته کړه: په دغو عملياتو کې  دوسله والو مخالفينو له يو سراچه  موټر سره  يوه داشکه ،  يو دوه اتيا ملي متري توپ او څوارلس  موټرسايکلونه ويجاړ شوى دى او ډار اچوونکو دوه سنګرونه هم ويجاړ شوى دى .
   دغه راز دامام صاحب ولسوالۍ داقي باى په کلي کې دامنيتي ځواکونو او دوسله والو مخالفينو ترمنځ په جګړه کې يو وسله وال مخالف ووژل شو او يو تن  بل يې ټپي شو  او دپرسونل ضد څلور ماينونه هم په دغې ولسوالۍ کې کشف او شنډ کړى شول
ده زياته کړه په دغو جګړو کې يو پوځي هم ټپى شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته